د مارشال فهیم بنست

د مارشال محمد ‌قسیم فهیم ژوند لیک

مارشال محمد ‌قسیم فهیم د مولوی عبدالمتین زوی، په کال ۱۳۳۶لمریز کال کی په یوی دینداری او مخوری کورني کي سترګي دي نړي ته پرانیستی. پلاریي مولوی عبدالمتین د پنجشیر یو له مطرحو او متنفذو علماو څخه و. مولوی عبدالمتین خپلی دینی زدکړی په هندوستان کی سرته ورسولی؛ د هغه د زدکړی په وخت د هندوانو او مسلمانانو د شخړو زور اخیستی وه او مسلمانانو دبیلتون غوښتنی شعارونه ورکول. په هغه وخت کي، مولوی عبدالمتین د مسلمانانو د جدایي غوښتونکی نه و او تأکید کوله چي مسلمانان د خپل اتحاد او ځاي په خوندی کولو سره کولي شي خپلو لویو هدفونو ته ورسیږي.

مولوی عبدالمتین وروسته له هغه چی د هندوستان له «دیوبند» څخه یی د فراغت سند لاسته راوړل، د افغانستان په شمال کی د دینی علومو په تدریس بوخت شو او سه موده وروسته یی تجارت ته مخه کړه. د ثور کودتا(۱۳۵۷) په وخت کي مولوی عبدالمتین د پنجشیر ولایت له لومړنیو مشران څخه و چي د مجاهدینو له تشکیل، په خاصه توګه د شهید احمدشاه مسعود له اهدافو څخه یی خپل ملاتړ اعلان کړ او د پنجشیر نور مشران یی د مجاهدینو ملاتړ ته وهڅول. مولوی عبدالمتین د پنجشیر په دره کي د خلکو تر منځ له احترام ډک څیره و.

مارشال محمدقسیم فهیم، خپلی لومړني زدکړي د پنجشیر په عمرز کي سر ته ورسولی او وروسته له هغه په ۱۳۴۹لمریزکال کی د لوړو زدکړو په موخه کابل ته راغی او د کابل په عربی دارالعلوم کی شامل شو. هغه د زدکړو په جریان کی خپله عدالت غوښتني مبارزه د «نهضت جوانان مسلمان افغانستان» په چوکاټ کي پیل کړه. هغه د نهضت له نورو مشران سره لکه شهید انجنیرحبیب الرحمن خپله ریښتینی مبارزه پرمخ بوتله او دا فعالیتونه د هغه د سیاسی شخصیت په جوړولو کي موثر واقع شول.

محمد ‌قسیم فهیم، له ثور کودتا(۱۳۵۷لمریز) څخه وروسته له خپلو هم تولګیان او د نهضت ملګرو سره د کابل – قندهار له مسیر نه پاکستان ته هجرت وکړ، په دغه وخت کی یی په لومړی وار له شهید احمدشاه مسعود سره آشنا شو او له سه مودی وروسته بیا افغانستان ته راغی او خپله مسلحانه مبارزه یی د کنړ ولایت په «شیګل» ولسوالي کي پیل کړه.

هغه د همغی کال د مني په موسم کي پنجشیر ته داخل شو او د شهید احمدشاه مسعود سره یی یو ځاي د مجاهدینو لومړی هسته په پنجشیر کی جوړه او وروسته یی نورو ساحاتو ته وغزوله او مسلحانه مبارزاتو په لومړيو ورځو کي یی د پنجشیر ولایت په شمال «آب تل، آریب او پریان» د مجاهدینو د تجهیز او ترتیب په برخه کي کار پیل کړ.

محمد ‌قسیم فهیم، د جهاد په لومړي کلنو کي«1358-1360» د مجاهدینو ترتیب او د منازعات حل لپاره چی د جمعیت اسلامی او حزب اسلامی کسانو تر منځ ګروهي منازعات پیدا شوي و، سو واریی کاپیسا او پروان«تګاب، نجراب، سالنګونه، سیدخیل او کوهدامن» ته سفر وکړ.

محمد ‌قسیم فهیم، په ۱۳۶۰لمریز کال د شهید احمدشاه مسعود له هدایت سره سم د یو رسمی او عالی رتبه هیات په مشري د مجاهدینو په مینځ کي دهمغږی او اتحاد رامنځته کولو په خاطر لومړي وار بدخشان، تخار، بغلان او کندز ته سفر او فعالیت پیل کړل چي د هغه د هڅو په نتیجه کي د مجاهدینو د جبهو د پراختیا لامل وشو.

د مجاهدینو د مرکزونو د سازماندهی او توسعی په خاطر منظمه تشکیلاتو ته ضرورت و چی په شمال او مرکزی ولایتونو کي د مجاهدینو مدیریت واخیست چي د دي کار سرته رسولو په خاطر د نظار شورا جوړه شوه. مارشال محمد ‌قسیم فهیم د دغی شورا په جوړولو کی اساسی نقش درلود چي د دغي شورا په لومړي ناسته کي چه د پنجشیر په خاواک سیمه کي تر سره شوه، ددي شورا مرستیال وټاکل شو او د دغي شورا نوم هم د هغه له خوا پیشنهاد او دغونډی د ګډونوالو د اکثریت له خوا ومنل شو.

د شوروي یرغلګرو سره جګړه او په نظامی وضعیت کی داساسی تغییر په موخه محمدقسیم فهیم په ۱۳۶۳لمریز کال یو ځل بیا د کاپیسا، پروان او د کابل شمال د مجاهدینو د انسجام مسئولیت په غاړه واخیست او د دغو سیمو د مجاهدینو په همغږی کی موثر رول ولوباوه.

د نظار شورا له رامنځته کیدو د ۱۳۶۳-۱۳۶۸تر منځ کلونو کي، مارشال محمدقسیم فهیم، د متعددو مأموریتونو او د مجاهدینو د جبهاتو پراختیا او انسجام لپاره د افغانستان نورو سیمو خصوصاً شمالی ولایتونو کي بوخت و.

دغه فعالیتونه د جهاد په آخرو کلونوکي اوج ته ورسید او د ملی، با انګیزه او جهادي څیرو سره د روابطو تنظیم د نظام په داخل او په ځانګړی توګه کابل په اطرافو کي د امنیتی ساحاتو په برخه و.

په ۱۳۶۹لمریز کال کی د مجاهدینو د یو عالي رتبه هیات په مشري د جهادي احزابو او مجاهدینو د همغږی او یوالی په موخه بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو ته سفر وکړ.

دغه سفر چې شپږ میاشتی یی وخت واخیست د تنظیمونو خپل منځی او باندنی اختلافات د مارشال فهیم په منځګړیتوب پاي ته ورسیدل او شمالی جبهات وروسته له دی سفر نه، متحدانه او پوره همغږی ددښمنانو پرخلاف خپله جګړه پیل کړه.

همدا راز مارشال فهیم، په ۱۳۷۰ لمریز کال کې د مجاهدینو او په کابل کې د مخالف رژیم د قواوو ترمنځ د همغږی رامنځته کولو په خاطر، د جدی خطرات قبلولو سره، د حاکم رژیم د واک لاندي سیمو نه په تیریدو د سالنګ له لارې دره کیان او مزارشریف ته سفر وکړ او هلته یې د مختلفو مشرانو سره د مجاهدینو په منځ کې د لا ښې همکاری او همغږي په خاطر خبري وکړي.

محمد ‌قسیم فهیم، د شمال مجاهدینو قواوو د تنظیم نه وروسته، د عمومي قوماندان شهید احمدشاه مسعود په دستور خپل کوششونه د کابل شمالي سیمو کې د مجاهدینو د همغږي او اتحاد په خاطر پیل کړل چی په نتیجه کې د ډاکتر نجیب الله د ادارې سقوط زمینه له شمال څخه برابر کړ.

محمد ‌قسیم فهیم، د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط او د مجاهدینو د بریالیتوب نه وروسته د ثور په ۵ د ۱۳۷۱ لمریز کال، د مجاهدینو د قواوو په سر کې کابل ته داخل شو.

د اسلامي دولت له رامنځته کېدو څخه وروسته، په ۱۳۷۱ لمریز کال د پخواني جمهور رئیس استاد برهان الدین رباني په فرمان د امنیت وزیر په توګه وټاکل شو چې د دې دندې نه علاوه د احمدشاه مسعود د مستقیم هدایت له مخې د کابل د دفاع په خاطر یې عمومي مسئولیت درلود چې د ۱۳۷۱ د ۱۱ جدی کودتا په شکست کې یې اساسي رول درلود.

په کال ۱۳۷۵ او د طالبانو د واکمنۍ په پرمهال نوموړی د یوې لنډې مودې لپاره د شمالي ولایتونو د مقاومت عمومي قوماندان په توګه پاتې شو چې په پنجشیر باندې یې د طالبانو دوه قوي حملي شنډې کړې.

د هغه نه وروسته، د احمدشاه مسعود د هدایت له مخي په شمال شرقي ولایتونو کې د مجاهدینو د بیا رامنځته کېدو او د افغانستان د دفاع په خاطر د دغو ولایتونو د مجاهدینو رهبري یې په غاړه واخیسته.

د شهید احمدشاه مسعود د شهادت (د ۱۳۸۰ د سنبلې ۱۸) نه وروسته د مجاهدینو قوماندانو او رهبرانو له خوا د مقاومت جبهې انسجام او ښه مدیریت په خاطر د افغانستان په بحراني شرایطو کې، محمد ‌قسیم فهیم د ټولو دولتي او مقاومت قواوو عمومي قوماندان او د شهید احمدشاه مسعود ځای ناستی وټاکل شو. مارشال فهیم په دغو سختو شرایطو کې وتوانید چې د افغانستان د دفاع په خاطر ټولې قواوې په سمه توګه رهبري کړي.

محمد ‌قسیم فهیم، په کال ۱۳۸۰ د لمرم یا عقرب په ۱۸ د مقاومت قواوو په مشري کابل ته داخل شو او د افغانستان د نوي نظام د رامنځته کېدو په خاطر د بن په کنفرانس کې اساسي نقش درلود.

مارشال فهیم، په نوي سیاسي شرایطو کې اساسي نقش درلود او په هېواد کې د ثبات او امنیت د رامنځته کېدو په برخه کې مهم نقش سرته ورسوه.

د لنډ مهاله ادارې د رامنځته کېدو څخه وروسته د جمهور رئیس لومړی مرستیال او ملي دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.

مارشال محمد ‌قسیم فهیم، د اضطراري لویې جرګې نه وروسته، بیا هم د جمهور ریاست لومړی مرستیال او د ملي دفاع وزیر په توګه پاتې شو.

 هغه خپل ټول کوششونه د افغانستان د سیاسي ساختارونو بیا جوړونې ته وقف کړل او د نورو کارپوهانو او ملګرو سره یوځای یې د دموکراتیک او ولسي دولت په تشکیل کې مهم رول ولوباوه چې د همدغو خدماتو په خاطر او د هېواد د خپلواکۍ لاسته راوړلو په خاطر د ۱۳۸۱ د ثور په ۱۵ کې د مارشالي رتبه ورکړل شوه.

مارشال محمد ‌قسیم فهیم، باور درلود چې مارشالي رتبه د افغانستان د خلکو د رښتینې مبارزې په ځانګړې توګه د جهاد او مقاومت حاصل ده او دغه رتبه د شهیدانو، معلولینو او مجاهدینو کورنیو ته تعلق لري او دغه رتبه به یې د افغانستان د خلکو د مبارزو یوه لویه لاسته راوړنه وساتي.

مارشال محمد ‌قسیم فهیم، د موقت او انتقالي حکومت په دورو کې د سیمې هېوادونو د مرستې را جلبولو، ملي اردو او نظام جوړونې په خاطر امریکا، انګلستان، آلمان، فرانسه، روسیه، تاجکستان، ایران، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړل او په دغو سفرونو کې یې د دغو هېوادونو له مشرانو سره لیده کاته وکړل.

د ۱۳۸۴ لمریز کال د ټولټاکنو وروسته، مارشال محمد ‌قسیم فهیم د پنځو کلونو په ترڅ کې د حکومت نه بهر په سیاسي فعالیتونو بوخت و چې په نتیجه کې یې د ملي جبهې جریان د استاد برهان الدین رباني په مشري رامنځته کړ.

د افغانستان په دوهم پړاو ټاکنو کې د دریم ځل لپاره د ریاست جمهوري د لومړي مرستیال په توګه د وفادارۍ لوړه پر ځای کړه. په دغه دوره کې یې د نورو رهبرانو په څنګ کې د افغانستان د خلکو پخوانۍ آرزو، یعنې د دایمي سولې د رامنځته کېدو لپاره هلي ځلي وکړې او د نوي نظام د پایښت او د مجاهدینو د رول د تثبیت په خاطر یې په دولت کې هلي ځلي وکړې.

د مارشال محمد ‌قسیم فهیم آرزوګانې لا سر ته نه وې رسیدلې چې د کب په ۱۸ د ۱۳۹۲ لمریز کال د یکشنبې د ورځې په سهار د ۵۶ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او وفات شو. د افغانستان ولس په درېو ورځو کې عمومي ماتم اعلان کړ.

د افغانستان دولت او د ډېرو هېوادونو استازو د مارشال محمد ‌قسیم فهیم مړینه یوه لويه ضایعه وبلله او په افغانستان کې د سولې او ثبات په خاطر یې د هغه هلي ځلي وستایلې. د مرحوم مارشال فهیم مړی د وزیرانو شورا د اختصاصي مصوبې پر بنسټ، د شاندارو دولتي مراسمو په ترڅ کې د ده کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

انالله و انا الیه راجعون