دسته‌ها
مقالات

د مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم په اړه یوه خاطره

حلیم فدایی

زه د میدان وردګ والي وم. په یوه قضیه کې چې له مخکې د یوه مسؤول چارواکي اړوند وه، خو هغه ته یوه دسیسه جوړه شوې وه. ډېرو مرکزي مسؤولینو ته چې پښتانه ول ورغلم، خو هر یوه به بهانې لټولې. بالاخره یو کس راته مشوره راکړه چې د ولسمشر لومړي معاون مارشال محمد قسیم فهیم ته ورشم.
زه مارشال صاحب ته ورغلم. زما یو افغان ملتی ملګری میرزمان جبارخېل هم راسره و. کله چې د مرحوم مارشال د دفتر رئیس محترم اعتبار دفتر ته ننوتلو، نو مارشال مخکې له مخکې په دروازه کې زموږ د استقبال لپاره ولاړ و.

ډېر په ورین تندي او افغاني دود یې زموږ استقبال وکړ. له ستړې مشې وروسته مې ورته غوښتل چې د قضیې په اړه خبره وکړم. نوموړي راته وویل: «راځه لومړی کیسې وکړو، قضیه به حل شي.» له څو سیاسي کیسو وروسته مو ورته د قضیې په اړه وویل. کله چې نوموړي قضیه واورېده، ډېر خفه او متاثر شو. نو یې محترم اعتبار ته غږ وکړ او هغه یې راوغوښت چې په دې وړاندیز فوري حکم ورکړي ترڅو دا ستونزه یې حل شي.

بیا یې ورپسې وویل چې داسې میرزا قلمي مه کوئ چې یوازې یې امر ولیکئ او بیا یې هېڅ کار ونشي. بیا یې ماته مخ راواړاوه او وې ویل: «دا میرزا قلمان داسې احکام ولیکي چې خلک زما په دفتر کې خوشحاله شي، خو چې وروسته خبرېږي، بیا یې هېڅ کار نه وي شوی.» نو بیا له همدې خبرې وروسته پاڅېده او ښاغلي اعتبار ته یې وویل: «هغه وړاندېزونه یې را دلته راوړئ.» هغه وړاندیزونه راوړل. بیا یې وویل: «والي صاحب، همدا احکام خپله ته ولیکه، چې زه یوازې امضا وکړم.»

همداسې مې وکړل. ما ورته وویل: «مارشال صاحب، واقعاً خبره همداسې ده. اکثراً دا میرزا قلمان داسې احکام ورکوي چې وروسته د خلکو کار نه کېږي.»
له احکامو وروسته یې راسره بنډار ته دوام ورکړ او د ډوډۍ یې کلکه ننګ وکړ. چای او تازه مېوه مو ورسره وخوړه. له خوندور بنډار وروسته مو ترې خدای په اماني واخېستله او ترې راووتلو. له شا یې بیا غږ وکړ چې که د مشکل حل نشو، ماته حتما ټلفون وکړه. ما ترې مننه وکړه. کله مو چې احکام اداره امور ته یووړل، نو هغوی وویل چې مارشال صاحب خو ټوله قضیه حل کړې ده او نوره موضوع دلته ختمه شوه.

د مرحوم مارشال سره زموږ دا لومړۍ کتنه وه، خو داسې چلند یې وکړ لکه چې موږ ډېر پخواني او اوږد شناخت له یو او بل سره لرو. مرحوم مارشال فهیم یو ډېر عیار، باجرأته او د ملي ګټو پلوی شخصیت و. پر ملي یووالي به یې تل ټینګار کاوه.
خاطره مې ځکه شریکه کړه چې د نوموړي د وفات ۱۲ تلین دی.
الله تعالی دې پرې رحم وکړي.

ډېر ځل زموږ تصور د ځینو شخصیتونو په اړه د معلوماتو د خلا یا د تبلیغاتي دستګاه وو د معلوماتو پر اساس وي. مارشال فهیم ملي ارزښتونه منل، ملي بیرغ، ملي سرود، اساسي قانون او افغانستان منل او پرې باور یې درلود.

جنت یې ځای شه